تازه خبرونه
د ننګرهار د هوايي ډګر پر ساتوونکیو ځانمرګی برید شوی
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د ننګرهار والي ویاند وايي، په د دغه ولایت د هوايي ډګر پر ساتوونکیو ځانمرګی برید شوی، چې په کې یو افغان سرتېری او برید ګر وژل شوي او دوه افغان سرتېري او څلور ملکي وګړي ټپیان دي.
د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، ځانمرګي برید ګر خپل کورلا ډوله موتر هوايي ډګر ته څیرمه د تورخم – جلال آباد پر لویه لار د هغو سرتېرو له امنیتي پوستې سره جنګولی، چې د هوايي ډګر ساتنه کوي.
بلخوا د بهسودو ولسوالۍ یوه امنیتي سرچینه وايي، چې په دې پېښه کې یو ملکي وګړی هم وژل شوی او پېنځه نور ټپيان دي.
د برید له امله د ملکي کسانو درې موترې هم ویجاړې شوې دي.
تر اوسه کومې وسلوالې ډلې د دې برید مسوولیت پر غاړه نه دی اخستی.