لوبی
د هېواد وزن پورته کولو ملي لوبډله د آسیا المپیک سیالیو ته ځان چمتوکوي
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
میرویس رازقي او زبیرنظري د هېواد وزن پورته کولو د برخې دوه لوبغاړي دي، چی د افغانستان په استازیتوب د آسیا المپیک په سیالیو کي ګډون کوي.
د هېواد وزن پورته کولو ملي لوبډلې روزونکي وایي؛ د ملي لوبډلې دا دوه لوبغاړي له دوه میاشتو راپدیخوا دې لوبو ته چمتوالی نیسي، چې په دی سیالیو کی ښه وځلیږي.
د آسیا المپیک سیالۍ د روان میلادی کال په اګیست میاشت کی د اندونیزیا د جاکارتا پر کوربتوب پیلیږي.
په دې سیالیو کې ۴۷ ورزشی برخې دي، چې د افغانستان په استازیتوب له ۸۰ ډېر لوبغاړي په ۱۶ ورزشی برخو کي د سیالیو ګر ته وردانګي.