بلخ @ps

د هېواد په شمال کې یو افغان ځوان برښنایي رکشا جوړه کړې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په مزارشریف ښار کې د لومړي ځل لپاره یو افغان ځوان توانیدلی، چې برښنایي رکشا جوړه او پرته له ګاز او تېلو د چارجر پر مټ اویا کیلو متره لار ووهي.

دا برښنایي رکشاوې د رکشا جوړولو شرکت مرستیال مصطفی نیازي جوړې کړي، چې د رکشا چلوونکي په ګډون څلور تنه لیږدولی شي.

د رکشا جوړولو شرکت مرستیال مصطفی نیازی وایي؛ دغه رکشاوې په مزارشریف ښار کې پر شخصي لګښت جوړیږي، چې چارجر یې درې ساعته چارج اخلي او ۷۰ کیلو متره لار پرې وهلی شو.

مصطفی یو نوښت ګر ځوان دی؛ خو ګیله من شوی، چې په دې اړه یې چا ملاتړ ندی کړی.

ښاغلی مصطفی نیازی غواړي، چې په رکشا جوړولو کې یو تحول را منځته کړي.

هغه په ډاګه کړې؛ یوه رکشا یې له شاتنۍ کمرې سره جوړه کړې، چې درې ورځې وخت یې واخیست او دې ته ورته له زر ډېرې رکشاوې یې جوړې کړې دي.

ښاغلی مصطفی نیازی وایي، چې که حکومت ځوانانو ته پاملرنه وکړي او له هغو ملاتړ وشي؛ ډېرې جالبې طرحې به پلې کړو.

د چاپېریال ساتنې د پلان رییس محمد کاظم د پاک چاپېریال لپاره دا ډول اقدامات ستایي او وایي، چې ګرځنده سرچینې څه نا څه ۶۵ سلنه هوا ککړوي. کله، چې یو نوښت رامنځته کیږي او هوا د برښنا پر مټ له ککړتیا پاکیږي؛ نو دا مونږ ته د یوه شنه انقلاب زیری راکوي، ځکه افغانستان د انرژۍ پراخې زیرمې لري.    

مخکې له دې هم د هېواد په ګوټ ګوټ کې یوشمېر کسانو یو لړ اختراعوې کړي؛ خو دوی وایي، چې د حکومت له لاسنیوی بې برخې دي.

خبریاله : افسون محمدي

Trending

Exit mobile version