تازه خبرونه

د هېواد اجرائیه مشر به په نیویارک کې له دونالد ترمپ سره هم وویني

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

اجرائیه رییس عبدالله عبدالله د یکشنبې پر سهار د یو لوړپوړي پلاوي په ګډون د م. م په ۷۳ عمومي ناسته کې د ګډون په موخه نیویارک ته خپل سفر پیل کړ.

اجرائيي رييس عبدالله عبدالله به  د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې د امریکا له ولسمشر دونالد ترمپ سره هم ګوري.

د اجرائيه ریاست د ویاند مرستیال امید میثم وایي، ښاغلی عبدالله به د ملګرو ملتونو یو سل و دوه نوي غړیو ته په دې ناسته کې پر سیاسي، امنیتي، سیمه ییزو او نړیوالو همکاریو او د افغانستان پر ټاکنو او لاسته راوړنو خبرې وکړي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ دغه راز به د هېواد اجرائیه رییس د دغې ناستې په څنډه کې د م. م له عمومي منشي، د بېلابېلو هېوادونو د ولسمشرانو، لومړیو وزیرانو او بهرنیو چارو وزیرانو سره هم  د ترهګرۍ په اړه خبرې اترې ولري.

اجرائیه ریاست دغه راز په ډاګه کړې، چې اجرائیه رییس به په هغه میلمستیا کې هم برخه ولري، چې د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ به یې کوربه وي او همدا راز به د م.م د عمومي منشي په هغه ناسته کې هم هم ګډون وکړي، چې د ولسمشرانو او لومړيو وزیرانو په ویاړ جوړیږي.

ټاکل شوې وه، چې ولسمشر غني به هم په دغه غونډه کې برخه واخلي؛ خو د نا معلومو دلایلو له کبله هغه خپل سفر لغوه کړی دی.

ښاغلی عبدالله به د افغانستان په استازیتوب په دغه ناسته کې ګډون وکړي.

د نړیوالو اړیکو شنونکی دانش بختیاری وایي، په دغو ناستو کې باید د افغانستان د سولې، امنیت او ثبات په اړه بحث وشي. دغه راز باید د افغانستان حکومت چین، ایران او روسیې وهڅوي، چې د افغانستان سوله، امنیت او ثبات نه یوازې د سیمې په ګټه دی، بلکې نړۍ هم ورتع اړتیا لري.  

ملګري ملتونو د خپلو غړیو د رهبرانو په ګډون هر کال په نیویارک کې عمومي غونډه کوي.

د یادونې ده، چې دغه ناسته به د راتلونکې سې شنبې پر ورځ پیل شي او د ټاکلي مهالوېش له مخې به د افغانستان استازی د چهارشنبې پر ورځ وینا وکړي.

Trending

Exit mobile version