تازه خبرونه

د هېواد کروندګر به له مشروع او اصلاح شویو تخمونو برخمن شي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مسوولین وايي، د مشروع کښتونو د محصولاتو کمښت او بازار ته نه لاسرسی د دې سبب شوی، چې ډېري کروندګر د نشه يي توکو کښت پیل کړي.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مسوولین د کوکنارو د کښت پر بدیلو لارو چارو بحث کوي، چې په هېواد کې د نشته یی توکو د کښت پر ځای کروندګروته ښه او نوي کښتونه وروپېژندل شي.

د کرنې او مالدارۍ وزیر نصیراحمد درانی وايي، چې د کوکنارو د کښت د مخنیوي لپاره به له دې وروسته بزګروته، زعفران، الویرا او ځیني نور قیمتي نباتات او نوي اصلاح شوي تخمونه ووېشل شي.

هغه دا ډاډ هم څرګند کړ؛ حکومت اوس پدې هڅه کې دی، چې کروندګر د خپلو محصولاتو له پلورلو ډاډ من شي او د مخدره توکو له کښته لاس واخلي.

دغه راز د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مسوولینو د ۱۹۲ میلیون افغانیو پر ارزښت نوي تړونونه لاسلیک کړل.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر نصیر احمد درانی وایي: ترهغې، چي مونږ خپلو کورنیو محصولاتو ته د ډاډ وړ بازار پیدا نکړو؛ د نشه یي توکو کښت به همداسې روان وي؛ ځکه په ځینو برخو کې مناسب بازار د دې سبب شوی، چي دغه ناروا کښت ته کروندګر مخه وکړي.

د نشه یی توکو په وړاندې د مبارزۍ وزارت مسوولین وايي، تر هغې، چي په ټولنه کې له نشه یی توکو سره ګډه مبارزه تر سره نشي؛ پایله به یې مثبته نه وي.

دغه راز دوی د دولتي ادارو پر همغږۍ هم ټینګار کړی دی.

د نشه يي تو کو پر وړاندې د مبارزې وزیره سلامت عظیمي وایي؛ ټولې ادارې او ولس باید د نشه یي تو کو د کښت پر وړاندې کډه مبارزه وکړي، چې د دې ستونزې د حل لپاره یوه لار پیدا او بدیل کښتونه وړاندي کړو.

د کرنې او مالدارۍ وزارت مسوولین هڅه کوي، چې د ننګرهار کانال پر یوه دولتي شرکت بدل  او له دې لارې د ننګرهار کانال له ځمکو څخه سمه ګټه پورته شي.

دوی دا هم ویلي، چي په دې پروژه کې به دمګړۍ خصوصي سکتور ته ونډه ورنکړ شي.

یاد وزارت دا ټینګار هم کړی، چې په دې کانال کې به ۱۵ زره کسانو ته د کارزمینه برابره او هم به يي محصولات پراخ شي.

خبریال: اسلم حجاب

Trending

Exit mobile version