پرمختګ او بشپړتیا

د ننګرهار په ښیوه کې د یوه کانال د جوړولو چارې پيل شوې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

مسوولین وايي، د ننګرهار په ښیوه ولسوالۍ کې د دوه نیم میلیون دالرو پر ارزښت د یوه کانال د جوړولو چارې پيل شوې، چې درې نیم زره هکتاره ځمکه پرې خړوبېږي.

د ننګرهار د ښېوې پر ځمکه کونړی سیند بهېږي او له تېرو اتلس کالونو راپدیخوا چاپاني انجېنران هڅه کوي، چې له یاد سیند څخه د دې ولسوالۍ للمو ځمکو ته اوبه پورته کړي.

 څو کاله وړاندې یې له کونړي سینده مروارید نومی یو کانال پورته کړ، چې د ښېوې او بهسودو زرګونه هکتاره ځمکه خړوبوي. اوس یې د مروارید نومي دوه یم کانال چارې پيل کړې، چې له جوړیدو سره به یې  درې نیم زره هکتاره نوره ځمکه هم خړوبه شي.

د ننګرهار والي حیات الله حیات وایي؛  پر دغه جوړیدونکي کانال دوه میلیون دالره لګښت کیږي، چې د جاپان د پرمختیايي ادارې  له خوا ورکول کېږي.

والي حیات زیاته کړې؛ د کانال چارې به په دوه کالونو کې بشپړې شي، چې ورسره به ۳۳۵۰ کسانو ته کار هم پيدا شي.

په ننګرهار کې د (PMS) د جاپان د پرمختیايي ادارې مشر ناکامورا وايي؛ په کونړي سیند کې هرکال اوبه کمیږي چې له کبله یې له سیند خړوبېدونکي ځمکې بې فصله پاتېږي.

دی زیاتوي: هرکال یې هڅه دا وي، چې له کونړي سینده وچو ځمکو ته اوبه پورته کړي او د کرنې له لارې د افغانانو په ژوند کې مثبت بدلون رامنځته شي.

نوموړي دا هم ویلي؛ هڅه کوي، د ننګرهار د ځنیو نورو سیمو ترڅنګ به په کونړ، نورستان او لغمان کې هم ورته کانالونه جوړ کړي.

پي ام اس موسیسې د ننګرهار په ښوه او کامه  ولسوالیو کې له کونړي سیند یوولس کوچني کانالونه او سربندونه پورته کړي، چې پرمټ یې شاوخوا شل زره  هکتاره وچه ځمکه خړوبېږي.

خبریال: رحمت الله زیارمل

Trending

Exit mobile version