تازه خبرونه
د ننګرهار ولایت سپین غر هوتل ته نږدې ماین چاودنه شوې
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
چارواکي وایي، چې ماښام ٦ بجې جلال آباد ښار د لومړۍ ناحیې اړوند سپین غر هوتل ته نږدې یوه موتر پسې د نښلول شوي چسپکي ماین له کبله چاودنه رامنځته شوې ده.
د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر وایي، چې د جلال آباد ښار لومړۍ ناحیې اړوند سپین غر هوټل ته نږدې له ګرین هارت هوتل سره چاودنه رامنځته شوې، چې ځاني زیان نلري.
ویل کیږي، چې د مشرانو جرګې د رییس او د ولایتي شورا د مرستیال کورونه او ګرین هاوس نومی یو هوتل هم دغلته پراته دي.
امنیتي سرچینو او وسلوالو مخالفانو تر دې دمه د پېښې په اړه څه ندي ویلي.