پرمختګ او بشپړتیا
د هېواد ترافیکي چارې پر پرمختللې تکنالوژۍ سمبالیږي
د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت چارواکي وايي، چې ډېر ژر به ترافیکي چارې پر پرمختللې تکنالوژۍ سمبالې شي.
د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت د کورنیو چارو له وزارت سره داسې تړون لاسلیک کړ، چې له مخې به یې ټولې ترافیکي چارې پر پرمختللې تکنالوژۍ سمبالې شي.
د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزیر وايي، چې د دغې طرحې په عملي کیدو به د موترو د اسنادو پړاوونه آسانه او د بډو او رشوت مخه ونیول شي.
د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزیر شهزاد ګل اریوبي ډاډ څرکندوي، چې د دغې تکنالوژۍ پر کارولو به اداري چارې لنډې، د فساد مخه ونیول شي او د ترافیکو عواید هم ورسره ډېریږي.
د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک څرګنده کړې، چې پر تکنالوژۍ د ترافیکي چارو سمبالیدل به له دوی سره مرسته وکړي، چې ټول موتر او نقلیه وسایط تر بشپړ څار لاندې راشي او د بې اسنادو موتر د ګرځيدو مخه ورسره ونیول کیږي. دغه راز هغه موتر، چې له چاودیدونکیو توکو ډک رالیږدول کیږي، د پولیسو تر څار لاندې راځي.
د ترافیکي چارو د سمون او اسنادو د پړاوونو د آسانه کولو دغه بهیر به لومړی په کابل کې پیل او بیا به پخپل وخت نورو ولایتونو ته وغزول شي.
خبریال: رفیع صدیقي