تازه خبرونه
د ملگرو ملتونو سرمنشي د افغان کړکېچ پر سیاسي حل ټینگار کړی
د ملگرو ملتونو سرمنشي انتونیو گوترش کابل ته په خپل لومړني سفر کې له افغان چارواکو سره له ناستې وروسته رسنيو ته په ډاګه کړې، چې د افغانستان کړکېچ د جگړې نه، بلکې يوازې د خبرو له لارې حل کیدای شي.
نوموړی وایي، چې افغانان نه يوازې د کورنيو وسلوالو له لوري ځوريږي، بلکې د گڼو هېوادونو وسلوال په کې جنګیږي او د خلکو ژوند يې تريخ کړی دی.
هغه هیله من شو، چې له ترهگرۍ سره د مبارزې پر بشپړې تگلارې به راتلونکې اوونۍ د ملگرو ملتونو په عمومي ناستې کې خبرې وشي.
انتونیو گوترش افغان حکومت او د جگړو له امله بې ځايه شوو کورنيو ته ډاډ ورکړ، چې د افغانانو پيغام به نړيوالې ټولنې ته ورسوي او ټول به په گډه هڅه وکړي، چې په افغانستان کې روان تاوتريخوالي او جگړو ته د پای ټکی کیدي او په هېواد کې تلپاتې سوله راشي.
په افغانستان کې د یوناما له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې کابل ته د گوترش د سفر موخه له افغان حکومت او ولس سره د نړيوالې ټولنې خواخوږي ده او ټينگار يې کړی، چې ملگري ملتونه په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره جدي او هر اړخیزې هڅې کوي.
د ملگرو ملتونو سرمنشي په داسې حال کې کابل ته راغلی، چې د پلازمېنې کابل په گډون په ټول هېواد کې له ناامنيو څخه د خلکو اندېښنې راپاریدلې دي.