تازه خبرونه
د ننګرهار په ملنګ جان واټ کې چاودنې ۱۰ عام وګړي ټپیان کړل
له تېرو څو میاشتو راپدیخوا د ننګرهار چارواکو په جلال آباد ښار کې د ګڼې ګوڼې د کمولو په موخه د ښار مرکزي واټونو ته د بې اسناده ریکشو او موترو پر تګ – راتګ او دریدو بندیز ولګاوه او پر ځای یې د ملي بس ترانسپوتي خدمات پيل کړل.
د بس کِلينر عبدالحمیدخان وایي، چې د پنجنشبې پر ورځ ماسپښین مهال دا ملي بس د عامو خلکو سورلۍ ته ولاړ و، چې درز پورته شو.
د پېښې شاهدان وايي؛ قربانیان ټول ملکي وګړي دي او غوښتل یې، چې په ملي بس کې خپلو کورنو ته ولاړ شي.
د ننګرهار والي ویاند عطالله خوږیاڼی وايي؛ چاویدونکي توکي په ملي بس کې ايښودل شوي وه، چې په کې پېنځه کسان ټپيان شوي دي.
د جلال آباد د حوزوي روغتون داکترانو ويلي؛ د پېښې له ځای څخه لس ټپیان ورلیږدول شوي، چې ټول بستر دي او روغتیایي حالت یې د اندېښنې وړ ندی.
تراوسه د دې پېښې مسوولیت چا پرغاړه نه دی اخیستی.
خبریال: رحمت الله زیارمل