تازه خبرونه

د ننګرهار د ولسي جرګې د ټاکنو وروستۍ پایلې اعلام شوې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي، د ننګرهار د ولسي جرګې د ټاکنو وروستۍ پایلې اعلام شوې، چې له مخې یې د څلور ښځو په ګډون څوارلس تنه ولسي جرګې ته بریالي شوي دي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي، د ننګرهار له ولایت څخه ولسي جرګې ته عبدالکریم کریمي، فریدون خان مومند، ملک قیس نورآغا ملکزی، عبدالروف شپون، امیر محمدیار، نبی‌الله باز، میرویس یاسیني، حضرت علي، ابرارالله مراد، نیازولي مسلم، آرین یون، لیلما ولي حکمي، سایمه خوږیاڼۍ او انیسه عمراني توانیدلي، چې ولسي جرګې ته لار پیدا کړي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ویاند مرستیال ذبیح الله سادات وایي؛ ټاکل شوې په راتلوونکیو ورځو کې د هلمند او لوګر د ولسي جرګې د  ټاکنو پایلې هم اعلام شي.

څه باندې ۶ میاشتې کیږي، چې د هېواد د ۳۳ ولایتونو د ولسي جرګې ټاکنې شوي؛ خو ټاکنیز کمیسیونونه ندي توانیدلي، چې د کابل په ګډون د څو ولایتونو وروستۍ پایلې اعلام کړي.

ټاکنڅارې ډلې وایي؛ د ټاکنیزو بنسټونو تر منځ په چارو کې نه همغږې د دې سبب شوې، چې د ټاکنو د پایلو په اعلام کې ځنډ راشي.

د افغانستان رڼو ټاکنو بنسټ رییس نعیم ایوب زاده وایي؛ د دغه ځنډ علت دادی، چې اوسني کمیشنران له هغې ډلې سره ګډ کار کوي، چې له پخوانیو هغو سره یې ګډ کار کړی دی؛ ځکه، نو دغه بهیر پېچلی شوی او د تورو او سپینو رایو بېلول هم ناشوني دي.      

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون وایي، د راتلوونکې اوونۍ په نیمایي کې به له کابل پرته د ټولو ولایتونو د ولسي جرګې ټاکنو وروستۍ پایلې اعلام شي. د ټاکنو کمیسیون تر اوسه د ۲۶ ولایتونو د ولسي جرګې د ټاکنو وروستۍ پایلې اعلام کړې دی.

 

Trending

Exit mobile version