تازه خبرونه
د ننګرهار صفر دوه قطعې په شپنیو عملیاتو کې ۵ ښوونکیو ته مرګ و ژوبله اوښتې
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
د سیمې اوسیدونکي وايي، په دې عملياتو کې د ننګرهار د عالي لیسې د سرمعلم نورآغا دوه ځامن او دوه ګاونډيان، چې څلور واړه ښونکي ول؛ وژل شوي او سرمعلم نورآغا سخت ټپي دى.
ځايي خلک زیاتوي؛ وژل شوي ټول ملکي وګړي دي او له کومې مخالفې ډلې سره يې اړيکې نه درلودې.
د ننګرهار د پوهنې رياست وياند محمد آصف شينوارى تائيدوي، چې د چپريهار پر شيخانو کلي د حکومت په شپنيو عملياتو کې د دوى څلور بې ګناه ښوونکي وژل شوى او يو ټپي دى.
د ننګرهار ولايت چارواکي د دې عملياتو پخلى کوي؛ خو په دې اړه له نورو معلوماتو له ورکولو ډډه کوي.
خبریال: رحمت الله زیارمل