تازه خبرونه

د هېواد کرنیز تولیدات به له ځانګړې نښې او هویت برخمن شي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د کرنې او مالدارۍ وزیر وايي؛ د کورنیو تولیداتو په نښه کولو لړۍ په  درې راتلونکیو کلونو کې بشپړیدونکې ده او  لدې وروسته به صادریدونکي افغان توکي ځانګړې نښه او مارک ولري.

د افغانستان پر تولیداتو د مارک لګولو دا پروژه د کرنې وزارت او د ملګرو ملتونو د سازمان د کرنې سازمان لخوا رهبري کیږي. دا پروژه به په دوه برخو کې پلې شي؛ یو د سیستم پر جوړولو او د قوانینو پر جوړښت او دوه یم د کورنیو محصولاتو په نښه کول او په سیستم کې یې ثبتول دي.

د کرنې او مالدارۍ وزیر نصیراحمددراني ویلي؛  انار، جلغوزي او زعفران او نور تولیدات ، چې د هېواد مشهور صادراتي توکي دي، لدې سیستم به برخمن شي.

د ټولنیزي پراختیا په برخه کې د اروپايي ټولنې رییس وايي، د نړیوالو بازارونو د اړتیا پر بنسټ مهمه ده، چې په بنسټونو کې ظرفیتونه لوړ شي.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د پراختیا برخي مسوول نیکولاس ټیلر وایي؛ افغانستان یو له هغو هېوادونو دی، چې خورا زیاتې میوې لري. اړ تیا ده، چې دا میوي پر نښه شي او بیا نړیوالو بازارونو ته واستول شي؛ دا پروژه اوږد مهاله ده، خو باید ظرفیتونه رامنځته او نړيوالو بازارونو ته وروپېژندل شي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د کرنې برخي رییس راجندرااریال وایي؛ دا منو، چې  له اروپايي هېوادونو یوه تجربه راوړل شوې؛  خو له بشپړیدو سره به يي د افغانستان تازه میوې ته خورا ښه بازار پیدا شي.

د خصوصی سکتور سوداګر جلال الدین سعید ويلي، د دغه پروګرام له پلي کیدو سره دوی اړتیا نلري، چې خپلو محصولاتوته جوازونه واخلي.

غالۍ، قیمتي ډبرې، زعفران، وچې او تازه میوې له هغو افغان محصولاتو دي، چې کروندګر یې د بازار د نشتون له کبله له ګڼو ستونزو سره مخ دي. د معیاري بسته بندۍ د نشتون له کبله د ګاونډ هېوادونو په نوم او نښه صادریږي.

خبریال: اسلم حجاب

Trending

Exit mobile version