تازه خبرونه

د نوماندانو د (سرپرست حکومت) طرحه قانوني بنسټ نلري- ارګ

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ولسمشریزو ټاکنو یوولس نوماندانو ویلي، چې که د غبرګولي له لومړۍ نېټې وروسته حکومتي مشران کار ته دوام ورکړي؛ پراخ اعتراضونه به پیل کړي.

 دوی په یوه رابلل شوې ناسته کې د ملي وحدت حکومت له مشرانو وغوښتل، چې د ولسمشرۍ له ټاکنو مخکې باید له واکه لیرې شي او یادې ځان د سرپرست حکومت مشسر ونوماوي.

له ۱۸ نوماندانو څخه یوولس د غبرګولي له لومړۍ نېټې وروسته د سرپرست حکومت غوښتوونکي شوي دي.

د دوی له دې غوښتنې لږ  وړاندې سترې محکمې د ولسمشر کار د غبرګولي له لومړۍ تر ولسمشریزو ټاکنو پورې وغزاوه او ښایي دا ناسته هم د همدې په غبرګون کې وه.

ولسمشرۍ ماڼۍ ښیي، چې د دوی دې اعتراض ته یې چندان پاملرنه  نده راګرزیدلې.

د ولسمشر غني ویاند هارون چخانسوري د (سرپرست حکومت) د رامنځته کولو په اړه د یو لړغوښتنو په غبرګون کې څرګنده کړې، چې د (سرپرست حکومت) په اړه هلې ځلې د افغانستان له اساسي قانون سره اړخ نه لګوي او نه هم د یو شمېر درنو نوماندانو لخوا د طرحو وړاندې کول قانوني بنسټ لري.

د ارګ د څرګندونو له مخې؛ د قانون د تفسیر یواځنۍ مرجع ستره محکمه ده، ګوندونه او اشخاص نشي کولی پخپله خوښه قانون تفسیر کړي.

اعتراض کوونکيي نوماندان وایي، چې اعتراض د دې لپاره شوی، چې د اساسي قانون په ۶۱ ماده کې د ولسمشر کار د پېنځم کال په غبرګولي کې پای مومي.

دا، چې عبدالله عبدالله او ولسمشر اشرف غني هم د ټاکنو نوماندان دي؛ نو معترض نوماندان غواړي، چې دواړه له ټاکنو مخکې له واکه لیرې شي او که دوی خپل کار ته دوام ورکړي، سراسري اعتراض به پیل کړي.

د ولسمشریزو ټاکنو نوماند محمد حنیف اتمر وایي، چې وروستی کار مو مدني او ولسي کړنې دي. که لدې سره سره مو حکومت غږ او قانوني حکم وانه وریده؛ نو د قانون په چوکات کې عامه نظم ته په درناوي به پر سراسري او قانوني کړنو لاس پورې کړو.           

د ولسمشریزو ټاکنو نوماند احمد ولي مسعود  وایي، چې د حکومت پرګدۍ ناستو مشرانو ان په ۵ کلونو کې د ټاکنو کمیسیون راسم نکړ، امنیت ورځ تر بلې خرابیږي، قومي ستونزې او فقر ورسره زیات شو او اوس وایي، چې شپږ میاشتې نور هم مونږ پریدئ ؛ ټولې ستونزې به حل کړو.

د ولسمشریزو ټاکنو نوماند فرامرز تمنا وایي، چې ملي وحدت حکومت هم د اساسي قانون پر ربنسټ جوړ شوی ندی او دغه حکومت د دوه ټاکنیزو ډلو د اجماع له مخې رامنځته شو؛ زمونږ اجماع د ۱۸ نوماندانو تر منځ ستره سیاسي اجماع ده.

دا په داسې حال کې ده، چې دغو نوماندانو تېره ورځ( د غویي ۲۳) د سرپرست حکومت طرحه اعلام کړه، چې د غبرګولي له لومړۍ وروسته دې د یوې اجماع له مخې سرپرست حکومت رامنځته شي او نوماندان یا د روان حکومت مشران هر یو، چې د سرپرست حکومت غوښتونکی وي؛ په راروانو ولسمشریزو ټاکنو کې دې له خپلې نوماندۍ دې تېر شي.

خبریال: علی اصغري        

Trending

Exit mobile version