تازه خبرونه
د ننګرهار په خوږیاڼو ولسوالۍ کې ۴ کسه وژل شوي او یو ټپي دی
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د ننګرهار ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ د اړوند سیمې د یو سیمه ییز قومندان او د جلال آباد ښاروالۍ د یو قراردادي تر منځ په وسلواله نښته کې څلور کسه وژل شوي او یو ټپي دی.
د خوږیاڼو ولسوال وایي، نن سهار د خوږیاڼو ولسوالۍ د کږې په بازار کې ولسوالۍ ته څیرمه د سیمه ییز قومندان دولت خان او د ښاروالۍ د قراردادي حاجي سید اغا تر منځ په نښته کې د دوی په ګډون د دواړو ساتونکي وژل شوي او د حاجي سید اغا زوی ټپي دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د جمعې په ورځ په دې بازار کې زرګونه کسان پر پېر و پلور اخته وي.
د یادونې وړ ده، چې د نښتې پر لامل دغه بازار نن تړل شوی دی.