پرمختګ او بشپړتیا
د هېواد فرنیچر جوړوونکيو له حکومته همکاري وغوښته
د افغانستان د فرنیچرجوړونکیو ټولنې غړیو ویلي، چې د فرنیچر په سکتور کې یې شاو خوا شل میلیون دالر پانګونه کړې؛ خو حکومت ورسره د ځای د ورکړې او نندارتونونو د جوړولو په برخه کې هیڅ همکاري نده کړې.
د افغانستان د فرنیچر جوړونکیو ټولنې غړيو ويلي؛ دوی توانیدلي، چې په نړیوالو معیارونو فرنیچر تولید کړي. که د صنعت او سوداګرۍ وزارت له خوا ورسره همکاري وشي له ګاونډ هېوادونو سره د سیالی وړتیالري.
د فرنیچر جوړولو ټو لنې رییس ابراهیم عدیل وایي، مونږ اوس هم د حکومت له ملاتړه بې برخې یو. که حکومت همکاري وکړي؛ مونږ به نور هم په سیمه ییزه کچه د ښه رقابت جوګه شو.
آریانا نیوز خبریال اسلم حجاب یوې کاخونې ته ورغلی، چې د ځای د نشتوالي له کبله د اهستوګنې د کورونو په منځ کې کار کوي او په لسګونه کسان په کې پر کار اخته دي.
د یادې کارخونې مسوولین وايي، د امکاناتو د محدودیت له کبله له ګڼوستونزو سره مخ يو.
پانګوال عبد الرحمان رحماني وایي؛ که همکاري وشي مونږ حاضر یو، چې صادرات هم تر سره کړو؛ خو د نندارتونونو په جوړولو کې د حکومت همکارۍ ته اړ یو.
د فرنیچر جوړولو د ټولنې غړي دا هم وايي، چې حکومت باید په دولتي تړونونو کې کورنیو تولیداتو ته لومړیتوب ورکړي.
د فرنیچر جولولو د ټولنې غړی منصور علي فقیرزاده وایي؛ له دغه سکتور سره تر هغې، چې حکومت همکاري ونکړي د سکتور ستونزې به حل نشي. مونږ له حکومته په دې اړه د همکاریو غوښتنه کوو.
دا، چې د فرنیچر صنعتي ستونزو د حل لپاره د سوداګرۍ وزارت کوم پلان لري او که نه پدې اړه د دغه وزارت چارواکو تر دې دمه څه ندي ویلي.
خبریال: اسلم حجاب