تازه خبرونه

د نوماندانو شورا، د ناقانونه حکومتي کړنو د مخنیوي غږ پورته کړ

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د ولسمشریزو ټاکنو شورا له خپلو ملاتړیو غوښتي، چې په ټول هېواد کې اعتراضونه پیل او د حکومت د ناقانونه کړنو مخه ونیسي.

د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د رای ورکوونکیو د تقویتي نوملیکنې له پیل سره سم د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو شورا له خپلو پلویانو غوښتي، چې په ټول هېواد کې د حکومت د ناقانونه چارو پر ضد اعتراضونه پیل کړي.

د ولسمشریزو ټاکنو نوماند شهاب حکیمي وایي؛ په ولایتونو کې ټولو ته د چمتوالي سپارښتنه شوې، چې د روان بحراني حالت پر ضد خپل مدني اعتراضونه پیل کړي.        

د ولسمشریزو ټاکنو نورې ډلې هم له ولسمشر غوښتي، چې د حالاتو د بحراني کیدو د مخنیوي لپاره باید خپل ناقانونه فعالیتونه بند کړي.

د (مشارکت او تغیر) د ټاکنیزې ډلې لومړی مرستیال عبدالبصیر سالنګي ویلي، چې حکومت دې له نوماندانو سره د همغږۍ له مخې چارې تر سره او د دښمن د ژرندې د ګرزیدو مخه دې ونیسي. پرته لدې ناقانونه حکومت ته څوک اجازه نه ورکوي، چې په ډاډه زړه حکومت وکړی او یا هره ورځ ادلون بدلون تر سره کړي.       

د ولسمشریزو ټاکنو نوماند ابراهیم الکوزي ويلي، چې ولسمشر د قانون خلاف خپل واک غزولی او غواړي را روانې ټاکنې د ځان په ګټه مدیریت کړي.

حکومت د نوماندانو دغه دریځ ته غبرګون نه ښيي؛ خو لدې مخکې حکومتي چارواکو ویلي وه، چې په دې اړه هر اړخیز بحث ته چمتووالی لري؛ خو نوماندانو تېره ورځ په ارګ کې دننه له ولسمشر سره هراړخیزې رد کړې دي.   

خبریال: خالد نیکزاد

Trending

Exit mobile version