تازه خبرونه
د ننګرهار عطر کانادا، آلمان او فرانسې ته صادریږي
د هېواد په ختیځ ننګرهار کې یوه پانګوال د ګلاب عطر د تولیدولو لپاره پانګونه کړې، چې تولیدات يې د نړۍ د ښکلا او خوش بويي د تولید معتبرو شرکتونوته صادریږي.
د ګلاب عطر صادروونکی ټینګار کوي، چې پېرودونکي یې مخ پر زیاتیدا دي.
د ګلاب عطر تولیدوونکي شرکت مرستیال اختر محمد وایي: زمونږ ګلاب او نارنج نه یوازې ښه بوي لري، بلکې د مخ د پوستکي د تازه والي او ګنځو په لمنځه وړلو کې هم خورا ګټور دي؛ ځکه عطر مو طبیعي دي.
د دغې خصوصي کمپنۍ مسوولینو ويلي، چې د هېواد په ختیځ کې مو په سلګونه بزکرو ته د ګلاب، سنځلې، نارنج د ګلونو د راټولولو او کښت په برخه کې روزنه ورکړې او په سلګونه زره جریبه ځمکه کې د بېلابېلو ګلانو کښت دود شوی دی.
دوی زیاته کړې؛ د کرنې وزارت، چې پراخ امکانات په واک کې لري له دوی سره یې په دې برخه کې هیڅ همکاري نده کړې.
د عطرونو د تولیدوونکي شرکت مرستیال اختر محمد وایي: مونږ په ځلونو له کرنې وزارت څخه د همکارۍ غوښتنه کړې؛ خو د دغه وزارت رهبرۍ لیوالتیا نلري. که حکومت همکاري وکړي په سلګونه هېوادوالو ته به د کار زمینه برابره شي.
د اقتصادي چارو کارپوهان وايي، د کرنې وزارت باید هغه سکتورو نه غښتلي کړي، چې په هېواد کې د شغل د رامنځته کولو ویاړ ور په برخه دی.
دوی زیاتوي، چې په هېواد کې د ګلونو د کښت او روزني په برخه کې د لوړ ظرفیت لرونکي یو.
د اقتصادي چارو کارپوه صیام پسرلی وایي، د عطرونو او زینتي توکو د وارداتو لپاره سلګونه میلیون دالر له هېواد وځې. حکومت باید ملي تولیداتو ته پاملرنه ډېره کړي.
د یادونې وړده ،چې د عطرونو د تولید دغه خصوصي شرکت په ۲۰۰۳ کال کې تولیدي هڅې پیل کړي او د دوی د څرګندونو له مخې تر دې دمه بریالي شوي، چې په نړیوال مارکیت کې د ترکیې، مراکش او بلغاریه ګلابو ته ماته ورکړي.
خبریال: اسلم حجاب