تازه خبرونه
د ننګرهار شیخ مصري صنعتي ښارګوتی له بېخبنایي پروژو بې برخې پاتې دی
سوداګر وايي، حکومت د صنعت د ودې چغې ډېرې وهي؛ خو په عمل کې د ډاډ وړ ګامونه نه پورته کوي.
فابریکداران وايي، د شیخ مصري په صنعتي ښار ګوټي کې د زیربینايي کارونو د نه پلي کېدو له امله دوی اړ شوي، چې خپلې فابریکې وتړي.
د شیخ مصري په صنعتي ښارګوټي کې د اوسپنې کار خونې لرونکی یاسین احمدزی وایي؛ دغلته برښنا نشته، سړکونه خام دي، د اوبو سیستم خراب دی او ناامني ډېره ده.
د شیخ مصري صنعتي ښارګوټي د وریجو کار خونې لرونکی شېرزاد عزیزي د څرګندونو له مخې؛ په تشه دښته کې پانګونه شوې، چې هیڅ راز آسانتیاوې په کې نشته او دمګړۍ څوک پانګونې ته هم زړه نه ښه کوي.
په ننګرهار کې د کانونو او صنایعو د خونې مرستیال انجنیر محمد قاسم یوسفي وایي، چې د شیخ مصري صنعتي ښارګوټی د ۶۰۰ صنعتي فابریکو لپاره دیزاین شوی؛ خو تر اوسه په کې یوازې ۵۵ صنعتي فابریکې فعالې دي، چې خڼدنۍ هڅې تر سره کوي.
په ننګرهار کې د صعنت او سوداګرۍ رييس خالِيدګردیوال مني، چې د شیخ مصري په صنعتي ښارګوټي کې هېڅ ډول خدمات ندي ترسره شوي.
هغه زیاتوي، چې په دې برخه کې دوی نه، بلکې مرکزي حکومت ډېره بې غوري کړې ده.
د شیخ مصري صنعتي ښارګوټی د طالبانو د واکمنۍ پر مهال دیزاین شوی؛ د پخواني ولسمشر حامدکرزي د واکمنۍ په وروستیو کې یې پرانسته وشوه، د ملي وحدت حکومت اوسنیو مشرانو د ټاکنیزو کمپاینونو پرمهال د شیخ مصري او حصارشاهي صنعتي ښارګوټو د بشپړولو ژمنې کړې وې؛ خو تراوسه یې دغلته هیڅ ډول اقدامات ندي ترسره کړي او د پانګوالو په وینا تشې ژمنې ورسره کېږي.