تازه خبرونه

د ننګرهار د اچین ولسوالۍ یو پلار د خپل زوی په ویر کې کوڼ او له خبرو پاتې شو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

 د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې یو سړی له هغې وروسته  کوڼ او له خبرو پاتې شو، چې داعشیانو یې  د زوی  سر د هغه د سترګو په وړاندې پرې کړ.

په جګړه ځپلي ننګرهار کې د هغې کورنۍ غړي د خپل زوی په ویر کې اوښکې تویوي، چې داعشیانو یې د سترګو پر وړاندې سرغوڅ کړ.

د ځوان  زوری د سر پرې کولو کیسه یې  دومره دردونکې او غمجنه ده، چې هغه یې په بیانولو کې څو ځله ضعف کوي.

د دې سپین ږیري سړي د کورنۍ غړيو په ډاګه کړې، چې نور په دې ولایت کې د داعش د ظلمونو زغم نه لري او دولت یې باید په وړاندې اقدام وکړي.

دغه راز د ننګرهار د اچین ولسوالۍ دکوچني اوسیدونکي محمد نبي کیسه ډېره غنجنه ده؛ داعشیانو یې ځوان پلار د اچین ولسوالۍ له لس نورو اوسیدونکیو سره  تېر کال په ماینونو والوځاوه او  ورانه کنډواله یې هم ورته وسوځوله. خور یې په بستر کې ناروغه ده؛ خو د حکومت له پامه لویدلي او ژوند یې سخت تېریږي.

د اچین یو بل اوسیدونکی وایي، وراره یې راته حلال کړ؛ دومره ظلم، چې داعش کړی ، نه روس او نه دې نورو هېوادونو کړی دی.

د دغې سیمې یو بل اوسیدونکی وایي؛ داعشیانو یې دوه ځوان زامن تېر کال له ځان سره وړي او له یوه یې سر غوڅ کړی دی او بل یې له څو ورځو وهلو ټکولو وروسته  د اووه سوه زره  پاکستانیو کلدارو په بدل کې خوشې کړی دی.

د دې کیسې بله څنډه د ۳۰ کلن ګل رحمان ورور دی، چې د تېر په کال روژه کې له دولت سره د همکاري په تور د داعشیانو لخوا په ماین والوځول شو او هر څه یې، چې لرل، داعش ډلې ترې واخیستل. اوس باید خپلو لس اولادنو او شپږو وریرونو د ژوندي پاتې کیدو لپاره هڅه وکړي؛ د کوم ورور، چې تر اوسه یې مړی نه دی لیدلی او نه یې  پرې مزار جوړ کړی دی.

نوموړی زیاتوي، ژوند یې ډېر تریخ دی او ماشومان یې له سختې لوږې سره مخ دي.

د اچین ولسوالۍ اوسیدونکي وایي، د دې لپاره، چې په کورونو کې پاتې شي؛ اړ دي، چې داعش ته جزیه ورکړي او د حکومت د بې پامۍ د دوام په صورت کې به  دغه ډله افغانستان ته په سترې سرخوږي واوړي.

له سوریې او عراق وروسته اوس افغانستان د داعش بله کلیدي موخه ده، چې دوه کاله مخکې یې له سرحدي ولایت ننګرهار څخه خپل فعالیت پیل کړی دی. داعش په ننګرهار کې د ملکیانو د سرونو د غوڅولو تر څنګ ګڼشمېر ښځې او نجونې له ځان سره وړي او په زور یې نکاح کړي دي.

 خبریال: فواد ناصري 

Trending

Exit mobile version