تازه خبرونه

د کمیشنرانو د پاتې نوملړ کسان د کمیشنر په توګه ‘د منلو وړ’ نه دي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

ولسمشر اشرف غني حکم کړی چې د ټاکنیزو کمیسیونونو لپاره د کمیشنرانو د غوراوي کمیټه په بیړه خپل کار پیل کړي او په شرایطو برابر شخص د کمیشنر په توګه غوره کړي.

د غوراوي کمیټه بیا وايي چې دوی خپلې چارې بشپړې کړي او د کار بیا پیلول یې ناقانونه چاره ګڼلې ده.

ولسمشر یوولس ورځې مخکې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون رييس له دندې ګوښه کړ. اوس ولسمشر د کمیشنرانو د غواروي کمیټې ته امر کړی چې خپل کار بیا پیل کړي او په شرایطو برابر شخص د کمیشنر په توګه غوره کړي. د ولسمشر په فرمان کې راغلي چې د کمیشنرانو د پاتې نوملړ کسان د کمیشنر په توګه ورته د منلو وړ نه دي.

د غوراوي کمیټه وايي چې د ولسمشر دغه فرمان ناقانونه دی. دوی وايي چې ولسمشر باید له هغو کسانو نه یو شخص وټاکي چې دوی یې نوملړ وار له مخې هغه استولی دی.

د غواروي کمیټې غړی، یوسف رشید و وېل: “وروسته تر دې چې د غوراوي کمېټې 21 نفر د ټاکنو خپلواک کمېسیون او 15 تنه نور یې د شکایاتو کمېسیون له پاره ښاغلي ولسمشر او د ملي وحدت حکومت ته معرفي کړل؛ نور نو له قانوني پلوه د دوی کار بشپړ شو”.

د ټاکنو څارونکي بنسټونه هم د ولسمشر دغه فرمان ته په غبرګون کې وايي چې ولسمشر د قانون خلاف فرمان صادر کړی دی.

د افغانستان د ټاکنو د څار بنسټ رييس، جانداد سپین غر و وېل: د خواشني وړ ده چې دا پرېکړه بشپړه د ټاکنو د قانون له څوارلسمې او شپالسمې مادې سره په ټکر کې دی

ویل کیږي ولسمشر په دغه فرمان سره د ټاکنو د قانون شپاړسمه ماده تر پښو لاندې کړې ده. د دغې مادې په دریم بند کې راغلي چې د کمیشنر د عزل، استعفا او مړینې په وخت کې باید ولسمشر د اوو ورځو په لړ کې د پاتې هغو کاندیدانو څخه یو تن غوره کړي چې د غواروي کمیټې ورته استولی دی.

Trending

Exit mobile version