تازه خبرونه
د لویو کانونو د استخراج چارې به امریکايي کمپنیو ته وسپارل شي- د کانونو وزارت
د کانونو او پټرولیم وزارت څرګنده کړې، چې د لویو کانونو او طبیعي زیرمو د استخراج چارې او تړونونه به امریکايي کمپنیو ته وسپارل شي.
له هغې وروسته، چې یو شمېر امریکايي شرکتونو د افغانستان په کانونو کې د پانګونې لپاره تیاری وښود؛ نو د افغانستان د کانونو وزارت هم دغو کمپنیو ته د افغانستان د یو شمېر لویو کانونو د استخراج د چارو ورسپارلو ته لیواله شو.
د افغانستان د شفافیت بنسټ ویلي، چې د کانونو او پترولیم په وزارت کې له ژورو اصلاحاتو مخکې باید د کانونو د استخراج او سپړنې تړونونه لاسلیک نه شي.
د افغانستان د شفافیت بنسټ ريیس اکرام افضلي زیاته کړې، چې دمګړۍ د کانونو له استخراجه څارنه نیمګړې ده او په کار ده، چې په تړونونو کې شفافیت یقیني شي.
د نوموړي په وینا؛ په اوسنيو شرایطو کې دغه وزارت له پراخ فساد سره مخ دی، د څارنې وړتیا نلري او که قراردادونه امریکایي شرکتونو ته هم سپارل کیږي، نو کیدی شي بده ګټه ترې پورته شي.
دغې ادارې څرګنده کړې: د ناامنو سیمو د کانونو د استخراج تړونونه تر پوښتنو لاندې دي؛ امنیتي او تخنیکي لګښتونه زیاتیږي، د کانونو د استخراج بهیرناکاموي او خلکو ته روان حالت د زغم وړ ندي.
د افغانستان د ودې او پراختیا بنسټ ریاست هم له حکومت او ولسمشره غوښتي، چې د لویو کانونو او طبیعي سرچینو د استخراج په چارو کې له پوره پاملرنې کار واخلي.
د افغانستان د ودې او پراختیا بنسټ رییس جانان عبدالرحیم زی وایي: د افغانستان کانونه د چا شخصي او ځانګړی مال ندی، هغه باید له سلیقه یي کړنو لیرې وساتل شي.
د کانونو او پترولیم وزارت ویاند عبدالقدیر مطفی وایي؛ د افغانستان د ودې او پرمختګ لپاره په کار ده، چې د یو شمېر کانونو د استخراج چارې بهرنیو شرکتونو ته وسپارل شي.
ښاغلي مطفی د کانونو پر مدیریت ټینګار وکړ او وایي، چې په دې اړه منظم اندونه رامنځته شوي. کله، چې د پانګونې په اړه خبرې کیږي؛ نو د اقتصادي شورا له منظورۍ وروسته لاسلیک او بیا یې چارې پیل کیږي.
که څه هم افغانستان د کانونو په استخراج کې د شفافیت د یقیني کولو لپاره له نړیوالې ټولنې سره ځينې ژمنې کړي؛ خو د افغانستان مدني او څارونکي بنسټونه وايي، چې دغه ژمنې یوازې د کاغذ پر مخ پاتې دي او د شفافیت د یقیني کولو لپاره اساسي ګامونه اوچت شوي نه دي.
خبریاله: لیدا نیازۍ