تازه خبرونه
د کلیو د پراختیا وزارت مخې ته چاودنه شوی
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د کلیو د براختیا وزارت ویاند فریدون آژند وایي، چې نن مازیګر څلورنیمې بجې د دغه وزارت د مامورینو د راوتلو پر مهال دروازې ته نږدې چاودنه رامنځته شوې ده
د کابل پولیسو د پېښې پخلی کړی؛ خو د پېښې پر بڼې او څرنګوالي څه نه وایي.
د آریانا نیوز خبریال خلیل الرحمن امید وایي، چې پېښه مازیګر هغه مهال رامنځته شوې، چې د اړوند وزارت مامورین د راوتلو په حال کې ول.
نوموړي په ډاګه کړې، چې په دې پېښه کې ۷ کسان وژل شوي او د دوه فرانسویانو په ګډون ۱۳ نور ټپیان دي.
تېره میاشت هم د دې وزارت پر کارکوونکیو ځانمرګی برید شوی و، چې د څلور ښځو په ګډون په کې ۱۳ کسان وژل شوي وه او له ۳۰ ډېر ټپیان ول.
هغه مهال د دې پېښې پړه داعش پر غاړه اخیستې وه.