تازه خبرونه
د نړیوالي ټولني له ملاتړ پرته به ټاکنیز بهیر ډېر ستونزمن شي- ټاکنڅاري
د ولسمشریزو ټاکنو د نېټې له رانږدې کیدو سره سم د ټاکنو خپلواک کمیسیون پر کار ځنډولو نیوکي ډېریږي.
ټاکنڅارې ډلې که څه هم وایې، چې کمیسیون برنامه نلري او حکومت د دوی په کار کې مداخله کوي؛ خو خبرداری ورکوي، چې د نړیوالې ټولني له ملاتړ پرته به د ولسمشریزو ټاکنو ترسره کول ځانوژنه وي.
دوی دا هم وایي، که نړیوال لوبغاړي ټاکنو ته ځانګړی رنګ ورنکړي؛ دا بهیر به د کړکیچ خوا ته ولاړ شي.
دوه ټاکنڅاري بنسټونه وایي، چي د ټاکنوخپلواک کمیسیون د تلي پر شپږمه د ولسمشریزو ټاکنو تر سره کولو ته چمتووالی نلري.
د افغانسان د رڼو ټاکنو بنسټ رییس نعیم ایوب زاده وایي، چې که د ټاکنو په بنسټیز بهیر کې نړیواله ټولنه رښتینې پاتې نشي؛ د ټاکنو پر لوري تګ به مو ځانوژنه وي.
د ټاکنڅاریو بنسټونو(فیفا او تیفا) د موندنو له مخې؛ د تلې پر شپږمه نېټه ولسمشریزې ټاکنې تر سره کیږي؛ خو د ټاکنو کمیسیون تر دې دمه د رڼو ټاکنو تر سره کولو ته چمتو ندی.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون ټینګار کوي، چې د تلي پر شپږمه نېټه به رڼې ټاکنې ترسره شي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دارالانشا رییس حبیب الرحمان ننګ ویلي، چې دارالانشا او د کمیسیون رهبري همغږي لري او هڅه کوي، چې پخپل وخت رڼې او خلکو ته ځواب ورکوونکې ټاکنې تر سره کړي.
د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ رییس نعیم ایوب زاده وایي، د ټاکنیزو ډلو لخوا حکومتي سرچینې کارول له وخته مخکې کمپاین دی او د یو شمېر پروګرامونو پیلول او ان په دې بهیر کې د ښځو کارول هم ستره ټاکنیزه جفا ده.
د افغانسان د آزادو او عادلانه ټاکنو بنسټ اجرائیوي رییس یوسف رشید هم ویلي، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون باید خپلې پرېکړې پخپل وخت په ډاګه کړي او نوماندان هم له خپلو خیالونو راووځي او د ټاکنو د ترسره کیدو خنډ نشي.
سپیدار ماڼۍ تر دې دمه په دې اړه څه ندي ویلي؛ خو ارګ د ولسمشر وروستۍ هڅې حکومتي مسوولیت بولي.