پرمختګ او بشپړتیا

د کلیو پراختیا وزارت ته سرپرست وزیر وروپېژندل شو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د کلیو پراختیا وزارت ته مجیب الرحمان کریمي د سرپرست وزیر په توګه وروپېژندل شو.

د ولسمشر دوه یم مرستیال محمد سروردانش د کلیو پراختیاوزارت د نوي سرپرست وزیر د پېژندنې په مراسمو کې ویلي؛ د کلیو پراختیا وزارت له تر سره شویو کارونو هرکلی کوي او وایي، چی نوې رهبري باید د وزارت د کاري برخي د انسجام او مشخص کولو لپاره هڅه وکړي، چې قانوني ستونزي حل شي.

د کلیوپر اختیا وزارت نوی سرپرست مجیب الرحمان کریمي په ډاګه کړې؛ له خپل وس سره سم به هڅه وکړي، چې دشته ظرفیتونو په همکاري به خپلو خلکو او هېواد ته متوازن خدمتونه وړاندي کړي.

د کلیوپراختیا وزارت پخواڼي وزیرنصیراحمد درانی څرګنده کړې، چې د خپل کار په پېر کې یې په دغه وزارت کې ۹۰۷۷ پروژې د ټول هېواد په کچه پلې کړي، چې ۲۵۰ میلیو ن دالرمالي ګښت پرې راغلي او د هېواد په ۶۰۰۰ کلیو کې خلکو ته په دې برخه کې د کار زمینه برابره شوې ده.

دا په داسې حال کې ده، د هېواد په لیرې پرتو سیمو کې د ملي پیوستون د پروګرامونو له پای ته رسیدو سره سم د ولسي تړون کارونه پیل شوي دي.

خبریال: اسلم حجاب

Trending

Exit mobile version