تازه خبرونه

د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د سړک جوړولو تړونونه لاسلیک کړل

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د کلیو د بیا رغاونې او پراختیا وزارت د سړک جوړولو د څلورو پروژو تړونونه، چې ارزښت یې درې سوه ۵ میلیون افغانیو ته رسیږي له خصوصي شرکتونو سره لاسلیک کړل.

د کلیو د بیارغاونې او پراختیا وزارت ویاند مجیب الرحمان کریمي زیاتوي؛ ټاکل شوې، چې دغه پروژې په کونړ، سمنګان، کاپیسا او لوګر ولایتونو کې پلې شي.

هغه دا هم په ډاګه کړې، چې مونږ د پروژو څرنګوالي او کیفیت ته ډېر ځیر یو او باید پخپل وخت پلې شي. که په چارو کې بې پامي رامنځته شي ؛ زه د ملت له حقه تېریدی نشم.

د ولسي جرګې ځینې غړي د تړونونو په روڼتیا ټینګار کوي.

په ولسي جرګه کې د هرات استازی اقبال ساپی په هوکړو او تړونونو کې پر رڼښت ټینګار کوي او وایي، تړونونه باید رڼښت ولري؛ هغه شرکتونه، چې وړتیا نلري باید په تور نوملړ کې وږنیول شي.        

د یوه ساختماني شرکت رییس عنایت الله کاشفي وایي؛ زمونږ تړونونه راڼه او شفاف وي، چې اختلاس په کې ناشونی دی.    

د کلیو د بیا رغاونې او پراختیا وزارت وایي، د دې پروژو له تطبیق سره به په څلور ولایتونو کې ترانسپورتي ستونزې د پام وړ را کمې شي.

Trending

Exit mobile version