تازه خبرونه
د هلمند په ناوه ولسوالۍ کي ځانمرګي برید ۱۳ کسه وژلي
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د هلمند والي ویاند وایي، تېر ماښام (۶:۳۰) د ناوې په دوه پله سیمه کي د ملي اردو پر ضربتي قطار موتر بم برید شوی، چي په کې یې ۱۳ کسه وژل شوي او ۱۹ نور ټپیان دي.
د هلمند والي ویاند عمر ځواک زیاتوي، چي ۸ یې د ملي اردو ضربتي سرتېري او ۵ ملکي کسان دي. نوموړي څرګنده کړې، چې په دې برید کي ۱۹ کسه ټپیان دي، چې ۱۰ یې پوځیان او ۹ ملکي وګړي دي.
اجرائیه رییس داکتر عبدالله عبدالله پېښه غندلې او په ډاګه کړې یې ده،. چې د هلمند په ناوه ولسوالۍ کي ځانوژونکی برید په کلکه غندم. شهیدانو ته فردوس جنت او زموږ قهرمانو زخمیانو او ولسي خلکو ته عاجله شفا غواړم.
وسلوالو طالبانو د دې برید مسوولیت پر غاړه اخیستی دي.