تازه خبرونه

د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې امنیتي ځواکونه بمبارد شوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په هلمند ولایت کې ماښام  مهال پر یو هوایي برید ۹ امنیتي  سرتېري  وژل شوي او۱۰ نور ټپیا ن دي.

د هلمند ولايت وياند عمر ځواک په يوه لنډ پيغام کې رسنیو ته منلې، چې په ګریشک ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر پوستې هوايي بريد شوی؛ خو په دې اړه يې نور جزئيات نه دي ورکړي.

یوې امنیتي سرچینې، چې له نوم ښودلو یې ډډه کړې پېښه منلې او وایي، چې دغه مالي او ځاني زیان د ګرشک ولسوالۍ د آدم خان کلي د امنیتي ځواکونو په پوسته کې رامنځته شوی دی.

ویل کیږي، چې په یاده پوسته کې ملي پولیس، ملي امنیت او ملي اردو ځواکونه ځای پر ځای شوي وه.

دفاع وزارت او بهرنیو ځواکونو په دې اړه تر دې دمه څه نه دي ویلي.

Trending

Exit mobile version