تازه خبرونه

د کونړ د غاښي کنډو ۵ تږي او وږي سرحدي پولیس وژل شوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

پاکستانيو ځواکونو د هغو پېنځه افغان سرحدي پولیسو مړي په کونړ کې خلکو ته سپارلي، چې دوه ورځې وړاندې د وسلوالو په یوه کمین کې وژل شوي او مړي یی د باجوړ خلکو خپلې سیمې ته وړي وه.

په کونړ کې د سرحدي پولیسو د دوه یم کنډک قومندان نقیب الله وایي، دغو  پېنځه سرحدي پولیسو د کونړ د مرورې ولسوالۍ د غاښي کنډو په سیمه کې دنده درلوده؛ خو د څښلو اوبه یې خلاصې شوې وې او د غوښتنو سره سره ورته نه وې رسول شوې.

هغه زیاتوي؛ دا پولیس د پاکستانيو ځواکونو په اجازه د باجوړ په سیمه کې یوې چینې ته اوبو پسې تللي وه، چې د بېرته ر اتګ پر وخت د وسلوالو له کمین سره مخ او پېنځه یې وژل شوي او یو ټپی دی.

د سرچینې په وینا؛ د پولیسو دا مړي د باجوړ خلکو خپلې سیمې ته وړي وه، چې له کفن کولو وروسته پرون د پاکستانيو ځواکونو له خوا د کونړ خلکو ته سپارل شوي دي.

په کونړ کې د سرحدي پولیسو د دوه یم کنډک قومندان څرګنده کړې، چې دغه سیمې ته اکمالات د چورلکې په وسیله کیږي او څو ځلې یې وژل شویو سرتېرو د اوبو او خوړو غوښتنه کړې وه؛ خو خواړه او اوبه ورته نه ول رسول شوي.

کورنیو چارو وزارت ویلي، چې دا یو تکان ورکوونکي خبر دی؛ خو په دې اړه، چې دوی ته پخپل وخت اوبه او خواړه ولې نه دي وررسیدلي؛ د څېرنې یو پلاوی ټاکل شوی دی.

 په ننګرهار کي د سرحدي ځواکونو قومندان ایوب حسین خېل په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې ده.

Trending

Exit mobile version