تازه خبرونه

د هلمند په شور شورک سیمه کې یو موټر بم برید شنډ شوی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

 

د هلمند د شور شورک په اړوند سیمه کې یو موټر بم برید شنډ شوی؛ خو په کې د اړوند سیمې د یوې پوستې دوه سرتېري ټپیان شوي دي.

د هلمند والي ویاند عمر ځواک وايي، نن سهار پر شپږ بجو وسلوالو غوښتل د یوه هاموې موتر په وسیله د ناوې ولسوالی په شور شورک سیمه کې د ملي اردو پر یوه پوسته ځانمرګی برید وکړي، چې د سرتېرو له خوا مخکې له مخکې پېژندل شوی او ځای ته له رسیدو وړاندې تر برید لاندې راغلی دی.

هغه زیاته کړې، چې له برید وروسته موتر چاودنه کړې او په کې دوه د ملي اردو سرتېري سرسري ټپیان شوي او بل چاته زیان نه دی رسیدلی.

طالبانو د موتربم برید مسوولیت منلی او امنیتي ځواکونو ته یې د مرګ و ژوبلې اړولو ادعا هم کړې ده.

 

Trending

Exit mobile version