تازه خبرونه

د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کي ترافیکي پېښي ۵ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د هلمند به ګرشک ولسوالۍ کي د ترافیکي پېښي له کبله ۵ کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې ده. 

د هلمند والي ویاند عمر ځواک وایي، چي د دوشنبې په ورځ ۱۱ بجې د ګرشک ولسوالۍ د کندهار اډې په سیمه کي یو سراچه موتر او ۳۰۴ دوله موتر ټکر کړی، چي له کبله  یې یو مسافر ژوند له لاسه ورکړی او ۴ نور ټپیان دي.

هغه زیاتوي پېښه د دواړو موتر چلوونکیو د بې احتیاطۍ له کبله را منځته شوې ده .

ځواک په ډاګه کړې، چې د پېښي ټپیان د ګرشک ولسوالۍ ایمرجنسي روغتون ته لیږدول شوي او اوس یې روغتیایي وضیعت ښه دی

Trending

Exit mobile version