تازه خبرونه

د وګړیو د احوال ثبتولو قانون ناقانونه وروستی شوی، باید لغو شي- ولسي جرګې غړي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ولسي جرګې ځینې غړيو، چې د ۱۱۵ وکیلانو لاسلیکونه یې راټول کړي وایي؛ د وګړیو د احوال ثبتولو قانون ناقانونه(له بشپړ نصاب) پرته وروستی شوی او حکومت یې باید باید لغو اعلان کړي.

د ولسي جرګې د کورني امنیت د کمیسیون رییس میرداد نجرابي وایي، زیاتره قانوني موارد د وګړیو د احوال ثبتولو د قانون په برخلیک کې له پامه غورزول شوي دي.

د نوموړي په وینا؛ د وګړیو د احوال ثبتولو قانون نافذ و، خو ولسمشر یو فرمان صادر کړ، چې یو شمېر مادې دې په کې تعدیل شي. همدا فرمان د ولسي جرګې غړیو رد کړ او په ګډه جرګه ګۍ کې، چې نصاب یې بشپړ نه و خپله ناقانونه پرېکړه یې کړې ده.

په ولسي جرګه کې د هرات استازی احمد بهزاد وایي، د اصولو له مخې د قوانینو فلسفه د ولسي جرګې له صلاحیتونو منل شوی او په ۱۳۹۳ ل کال کې د وګړیو د احوال ثبتولو قانون تصویب او توشیح شوی و؛ خو د ولسمشر فرمان، چې قانوني نه و ؛ ډېرې ستونزې رامنځته کړې دي.         

د ولسي جرګې غړي حکومت ته خبرداری ورکوي، چې که د وګړیو د احوال ثبتولو قانون لغو نه شي، د ناوړه پایلو مسوولیت به د حکومت په غاړه وي.

د ولسي جرګې د ښځو چارو د کمیسیون رییسه فوزیه کوفي ویلي؛ مونږ په اجندا کې د دغې موضوع د نیولو غوښتنه کړې وه؛ خو تر دې دمه ونه نیول شوه او له همدې کبله باید د وګړیو د احوال ثبتولو قانون لغو او مخکینی قانون باید پلی شي. که نه د ناوړه پېښو د رامنځته کیدو مسوولیت به د حکومت په غاړه وي.        

د وګړیو د احوال ثبتولو قانون، چې په ۹۳ کال کې د ملي شورا له تصویب وروسته توشیح شوی و؛ له مخې یې په دیتابیس کې یوازې ملت او ملیت لیکل کیدل، خو په نوي قانون کې ویل شوي، چې دغه موارد دې په تذکره کې ولیکل شي.

خبریال: رفیع صدیقي

Trending

Exit mobile version