تازه خبرونه
د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې موټر بم چاودنه شوې
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د هلمند ولایت چارواکو ویلي، چې نن له غرمې مخکې لس بجې د دغه ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې د ملي اردو پر اړوند پوسته د موتر چاودنه رامنځته شوې ده.
د هلمند والي ویاند عمرځواک څرګنده کړې، چې په چاودنه کې د ملي اردو یوسرتېری ټپي شوی دی.
طالبانو د پېښې پړه منلې او په ډاګه کړې یې ده، چې برید د نادعلي ولسوالۍ پر قاري پوسته تر سره شوی؛ پوسته له منځ تلې، سرتېري وژل شوي او یو شمېر موتر هم ویجاړ دي.