تازه خبرونه
د پوهنتونونو استادان دې علمي څېړنې وکړي- د لوړو زدکړو وزارت
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د لوړو زدکړو وزیر د پوهنتونونو له استادانو د علمي څېړنو غوښتنه کړې؛ ځکه، چې په خبره یې د محصلینو د تحصیلي کچې له لوړولو سره مرسته کوي.
په کابل کې د علمي څېړنو په یوه کنفرانس کې د لوړو زدکړو وزیر نجیب الله خواجه عمري وویل، چې د پوهنتونونو استادان باید څېړنې وکړي، چې تحصیلي نظام له نویو پرمختګونو او نوښتونو سره همغږی او د محصاینو تحصیلي معیار ورسره لوړ شي.
د پولتخنیک پوهنتون رييس محمد سعید کاکړ وايي، چې ښوونکیو ته سپارښتنه شوې، چې علمي څېړنې وکړي.
د نوموړي په وینا؛ د دغه کنفرانس له ملي کولو مو موخه داده، چې څانګوال پر ملي پروژو څېړنې وکړي او بیا دولت له دغو څېړنو څخه په ملي پروژو کې ګټه پورته کړي.
د لوړو زدکړو وزارت د انسجام ريیس بیا وايي، چې د علمي څېړنو لپاره بودجې ته اړتیا ده او له همدې کبله مو علمي څېړنې پیکه ښکاري.
خبریاله: دیانا صمدي