پرمختګ او بشپړتیا

د ۱۳۹۷کال له پیله به د رایه ورکوونکیو نوم لیکنه پیل شي- کمیشنر هاشمي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي، د نوي لمریز کال د وري( حمل) په میاشت کې به د رایه ورکوونکیو نوم لیکنه پیل شي.

له اوږده ځنډ وروسته د ټاکنو خپلواک کمیسیون اعلان کړه، چې د نوملیکنې کتابونه تازه له بهر څخه رارسیدلي او په راروانې وري میاشت کې به د نوملیکنې بهیر پیل شي.

د ټامنو خپلواک کمیسیون زیاتوي؛ د بودجې کتبي ډاډ یې تر لاسه کړی او زیاتوي، چې په ۱۳۹۷ کال کې به د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې تر سره شي.

د ټاکنو پر کمیسیون دا نیوکه کیږي، چې په مدیریتي او عملیاتي چارو کې پاته راغلی؛ خو کمیسیون وايي، اداري او تخنيکي برخې یې تر بل هر وخت پیاوړې کړې دي.  

د ټاکنو خپلواک کمیسیون کمیشنر سید حفیظ الله هاشمي وایي؛ په دوه برخو کې مونږ ښه پرمختګ لرو، چې تخنیکي او اداري څانګې دي. مونږ پرون تازه د نوملیکنې د اساس کتابونه له بهره راولیږدول شوي، په ټاکنو خپلواک کمیسیون کې اوډون کیږي او ولایتونو ته یې د لېږد بهیر هم روان دی، چې په وري میاشت کې نوملیکنه پیل شي.

په افغانستان کې پر ټاکنو څارونکي بنسټونه وايي، چي دغه کمیسیون اوس هم له یو لړ ننګونو سره مخ دی.

د افغانستان د ټاکنو څار بنسټ غړی حبیب الله شنیواری وایي، د ټاکنو کمیسیون خپل کار سم نه دی کړی؛ نوملیکنه نه ده پیل شوې، عامه پوهاوي نه دی تر سره شوی، د ټاکنیزو حوزو مساله نه ده معلومه، د ټاکنو کمیسیون د دارالانشا مشر تر اوسه نه دی ټاکل شوی اوهمدا شان ځینې نورې ستونزې هم شته.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د پرېکړې له مخې، ټاکل شوې وه، چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې د ۱۳۹۷ کال د چنګاښ په میاشت کې وشي؛ خو  اوس یې ځینې کمیشنران وایي، چې ممکن ټاکنې په درې میاشتو ځنډ تر سره شي.

خبریال: خلیل الرحمن امید

Trending

Exit mobile version