تازه خبرونه

د هلمند د سولي د پېل شوي ولسي خوزښت غړي کندهار ته ورسیدل

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د هلمندي ځوانانو د سولې خوزښت غړیو، چې اوړمه ورځ یې د جګړې له ښکېلو غاړیو څخه له ناهيلۍ وروسته د کابل پر لوري پلی سفر پیل کړی؛ کندهار ته رسیدلي او وایي: د ولس لپاره سوله او د جګړې دریدل غواړو.

شاوخوا دوه مياشتې مخکي په هلمند کي ځانمرګی بريد وشو، چي له کبله يې لسګونه کسانو ته مرګ و ژوبله واوښته؛ د همدې ورځې پر سهار د یو شمېر هلمندي ځوانانو لخوا په یاده سيمه کې د سولې خیمه ودرول شوه. د دې خیمې ګډونوالو له حکومت او طالبانو د جګړې د دریدو او د سولې غوښتنه وکړه؛ خو له ښکېلو غاړیو څخه د مثبت ځواب د نه ترلاسه کولو له کبله يې له هلمند څخه پلى کابل ته حرکت پيل کړ، چي اوس د دغه خوځښت غړي کندهار ته رسیدلي دي.

د سولي غوښتنې خوزښت غړی عبدالسلام بیان په ډاګه کړې، چي تر مرکز کابل پوري به د سولي غږ رسوو او له ښکېلو غاړیو څخه غواړو، چي د روژې په مياشت کي اوربند وکړي.

د دغه خوزښت یو بل غړي باچاخان هم له خلکو غوښتنه وکړه، چي د سولي له دغه حرکت سره يو ځاى شي.

د ژړۍ ولسوالۍ يو تن اوسیدونکی اختر محمد نومی، چي په جګړه کې خپله او ماشوم زوی يې ټپي شوي؛ له حکومت او وسلوالو طالبانو غواړي، چي د جګړې د ژر دریدو پرېکړه وکړي.

وسلوالو طالبانو د هلمند د سولې حرکت د غوښتنو په لومړي غبرګون کې ویلي وه، چي دوی باید د سولې د خبرو لپاره نړيوالو ځواکونو ته ورشي او له هغوی سره د سولي خبرې وکړي؛ خو حکومت د ياد ولسي حرکت ملاتړ کړی و.

خبریال: بريالی رحيمي

Trending

Exit mobile version