تازه خبرونه
د هلمندي ځوانانو د سولې پلی کاروان د زابل شهر صفا ولسوالۍ ته رسيدلی
د هلمندي ځوانانو د سولې ولسي خوزښت کاروان له کندهار ښار څخه د زابل لوري ته پلی تګ پیل کړی، چي دا مهال د زابل شهر صفا ولسوالۍ ته رسيدلي دي.
له هلمنده اووه کسانو د کابل پر لوري پلی تګ پیل کړ او غوښتنه يي کوله، چې د جګړې ښکېلي خواوې اوربند اعلان کړي او د سولې پیغام ورسوي.
د سولې دغه کاروان له کندهار ښار څخه وتلی او د زابل ولایت لوري ته يي حرکت پیل کړی دی.
اعتراض کوونکی اقبال خیبرڅرګنده کړې، چې له دې کاروان سره د کندهار ولایت یو شمېر ځوانان هم یوځای شوي او د سولي پیغام لیږدوي؛ دوی به تر کابل پورې پلى مزل کوي، چې په جګړه کي ښکېلې غاړې سولې ته چمتو کړي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې اوس د دې کاروان شمېر ۱۵ کسانو ته رسیدلي او څوک، چې خبریږي له مونږ سره یوځای کیږي.
اعتراض کوونکی بشیر احمد وایي، چې د سولي دغه کاروان د لارې پر سر پرتو کلیو ته هم ورځي او له کلیوالو اوسیدونکیو سره د سولي په اړه خبري اترې کوي او د کلیو اوسیدونکي هم د دغه کاروان ملاتړ کوي.
هغه زیاته کړې: دایو نه دریدونکی حرکت دی او ان شاالله خپل منزل او موخې ته به رسیږي.
بهلول نومی اعتراض کوونکی دغه حرکت ډاډه کړی او وایي: پخپل حرکت باور لري، چي ښه پایله به ولري او نور خلک به هم ترې الهام واخلي.
د هلمند د سولې ولسي حرکت کاروان له دوه شپو وروسته د زابل شهر صفا ولسوالۍ ته رسيدلی، چي له دغه ولایته به بيا د کابل پر لور د اوږده مزل چمتوالى نيسي.
خبریال: بريالی رحيمي