تازه خبرونه

د هلمندي ځوانانو د سولې کاروان کابل ته راورسیده

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د هلمندي ځوانانو د سولې کاروان له  یوې میاشتي او درې ورځو مزله وروسته تېره شپه د هېواد پلازمېنې کابل ته راورسیده.

هلمندي ځوانان، چې د لښکرګاه له ښاره یې روژه په خوله پلی مزل پیل کړی و؛ په تڼاکو پښو او ستړي وجود نن منزل ته را ورسید؛ خو د جګړې له ښکېلو غاړیو څخه یې د اوربند او سولې غوښتنې د پیغام برخلیک نه دی معلوم؛ ځکه دوی ته په هلمند کې د جګړې ښکېلو غاړیو یو ځل منفي ځواب ورکړی، خو دوی خپلو هڅو ته دوام ورکړ او د اوربند او سولې پیغام یې تر کابله را ورساوه.

د سولې غوښتونکي کاروان غړی ځیرمحمد،  چې د جګړې قرباني دی او د سترګو لید یې له لاسه ورکړی او ټپونه یې خوړلي وايي، چې افغانان له جګړې سخت ستړي دي.

محمد عمر نومی له دغه کاروان سره په میدان وردګ ولایت کې یو ځای شوی. دی وايي، چې افغانان په سوله او آزادۍ کې د ژوند کولو لایق دي.

نوموړي دغه کاروان د آزادۍ او سولې له شعرونو سره بدرګه کړی دی.

د سولې کاروان ريیس اقبال خیبر ټینګار کوي، چې که د جګړې ښکېلې غاړې یې د اوربند او سولې غوښتنې ونه مني دوی به دغه مدني حرکت ته دوام ورکړي.

دوی د هلمند، کندهار، زابل، غزني، میدان وردګ او کابل له ستونزو ډکه ۶۳۰ کیلو متره لار پلې وهلې ده.

دغه حرکت د  خلکو له تود هرکلي سره مخ شوی دی.

دوی، چې کله له هلمنده راروانیدل شمېر یې اته کسه و؛ خو کابل ته په رارسیدو یې شمېر ۹۰ کسانو ته رسیدلی دی.

د سولې دغه کاروان د حکومت او طالبانو د درې ورځني اوربند له پای ته رسیدو سره سم پلازمېنې کابل ته رارسیدلی دی.

د دوی ستره موخه سوله او  د دولت او طالبانو تر منځ اوربند دی.

Trending

Exit mobile version