تازه خبرونه

د هلمند جګړې په لومړۍ کرښه کي سرتېري خوراکي توکي نه لري

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د هلمند امنيه قومندان وایي، له تېرو درې ورځو راهیسې په مارجه ولسوالۍ کې امنیتي سرتېري د خوراکې موادو له کمښت سره مخ دي.

دغه څرګندونې د هلمند امنیه قومندان پاسوال اقانور کینتوز په  لښکرګاه کې د پولیسو په لومړۍ حوزه کې له قومي مشرانو سره په یوه جوړه شوي غونده کې کړې دي.

هغه زیاتوي، پولیس اوس مهال په جګړه او امنیتي مسایلو کې تر سخت فشار لاندي دي. په داسي حال کې، چې نه ډېر امکانات لري او نه هم  په دې پرخه کې ترې پوښتنه کیږي.

هغه په ډاګه کړ؛ دا مهال پولیس په مارجه ولسوالۍ کې د ډوډۍ له نشتوالي سره  مخ دي، چي په دې برخه کي يې له ملي اردو څخه په الوتکو کې د خوړو د رسولو مرسته غوښتې؛ خو هغوی ويلي، چې د امنیتي ستونزو له امله  نشي کولی هلته  الوتکي  تګ راتګ  وکړي.

دغه غونډه، چې د امنیتي ځواکونو د ستایني په موخه جوړه  شوې وه؛ په کي امنيه قومندان هغه رازونه او ستونزي ښکاره کړي، چي مخکي به يوازي د جنګ په لومړۍ کرښه کې امنيتي سرتېرو يادولې او مسوولينو به د خپلو څوکيو د ساتلو لپاره ردولې.

په هلمند کې دغه ستاينغونډه د حقيقتونو په ويلو پاى ته ورسيده.

په مارجه ولسوالۍ کې له تېر یو نیم کال را پدیخوا میشت امنیتي ځواکونه کلابند دي؛ جنګي تجهیزات، پرسونل او خوراکي توکي د الوتکو له لارې وروړل کیږي، چې ډېری وخت په اړ وند برخه کې هم  ستونزې وي او هغوى ته هيڅ هم نه رسيږي .

خبریال: بريالى رحيمي

Trending

Exit mobile version