تازه خبرونه

د ۱۳۹۸ کال د وري پر ۳۱ به ولسمشریزې ټاکنې تر سره شي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د مشرتابه غړي وایي، د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیونونو د مشرانو، سیاسي ګوندونو، مدنې ټولنو او نړیوالو بنسټونو په ګډون د مشورتي ناستې په ډاډ به د ۱۳۹۸ کال د وري پر ۳۱ ولسمشریزې ټاکنې تر سره شي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د رهبرۍ غړیو د دغې ناستې موخه د ولسمشریزو ټاکنو د نېټې ښکاره کول ښودلي او وایي، چې سیاسي ګوندونه، څارونکي بنسټونه، مدني ټولنې او اړوند نړیوالو بنسټونه د خلکو او کمیسیون تر منځ نه یوازې اړیکې ټینګوي، بلکې د دوی پر پراخ ګډون دغه ملي بهیر نور هم ډاډمن کیږي.

دغه راز د غونډې ګډونوالو د دارالانشا د رییس په توګه د احمدشاه زمانزي ټاکنه یو ښه ګام بللی؛ د ولسمشریزو ټاکنو د نېټې له معلومولو یې مننه وکړه او دغه راز یې ورته مشورتي ناستې ګټورې وګڼلې.

د سیاسي ګوندونو او مدني ټولنو استازیو د ولسمشریزو ټاکنو ټاکلې نېټه له بېلابېلو خواوو تر څېړنې لاندې ونیوله.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون رهبرۍ د مشورتي ناستې د ګډونوالو له غوره مشورو هرکلی کړې او مننه کوي، چې د ۱۳۹۸ کال د وري پر ۳۱ یې د ولسمشریزو ټاکنو په ترسره کولو کې د همکارۍ ډاډ څرګند کړ.

د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دغه هوډ هرکلی کړی او ټينګار کوي، چې ټاکنې باید پخپل وخت تر سره کړي.

د افغانستان تېرې ولسمشریزې ټاکنې د درغلیو د ادعاوو له کبله بحراني شوې، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري په مستقیم منځګړیتوب اشرف غني د ولسمشر او عبدالله عبدالله د اجرائیه رییس په توګه اعلان شول.

Trending

Exit mobile version