بلخ @ps

د پوله ساتو ځواکونو د ارکان رییس حسیب قریشي ولې خوشې شو؟

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د بلخ پخواني والي نور ویلي، چې حسیب الله قریشي دوه اوونۍ مخکې د پوځ لخوا د فساد په تور نیول شوی و؛ خو بېرته د ملي امنیت له بنده خوشې او ور څخه په ضمانت کې پیسې او پاسپورت واخیستل شو او دغه راز د عطا محمد نور لخوا ترې ورکړ شوی دولتي ټانګ هم بېرته اخیستل شوی دی.

د بلخ پخوانی والي عطامحمد نور وایي، د قریشي د نیونې انګیزه سیاسي ده او پوځ غوښتل د حسیب قریشي د نیولو په پلمه یو دولتي ټانګ له هغه بېرته واخلي. چې ما ورکړی و.

حسیب الله قریشي مخکې له دې په شمال کې د عامه نظم ځواکونو د قومندان په توګه دنده درلوده او د عطا محمد نور ملاتړی او هغه ته نږدې کس و.

له دې مخکې شاهین قول اردو ویلي وه، چې د پوله ساتو ځواکونو د ارکان رییس د فساد په تور نیول شوی دی.

Trending

Exit mobile version