تازه خبرونه

د ټولګټو وزیر د خپل مقام پر ساتلو بریالی شو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

ولسي جرګې د ټولګټو وزیر د دیارلس سوه شپږ نوییم مالي کال د پراختیایي بودجې د نه لګولو کبله  استیضاح کړی و؛ خو نوموړی د خپل مقام پر ساتلو بریالی شو.

د ولسي جرګې د مالي چارو او بودجې کمیسیون رییس محمد عظیم محسني وایي؛ ځینې اختیاري پراختیایي پروژې په تېرو دوه کلونو کې بشپړې شوې ندي او د بودجې لګښت صفر دی. لکه د کابل- بګرامي سړک، د بغلان ولایت او تالقان سړکونه، چې په بودجه کې ول؛ خو کار پرې ندی شوی.  

د ولسي جرګې رییس وایي؛ د بودجې نه لګولو ولسي جرګه اړ کړې، چې د قانون له مخې ځینې وزیران استیضاح کړي.

د ولسي جرګې رییس عبدالرووف ابراهیمي زیاته کړې، چې یوشمېر پروژې صفر او دغه راز ځینې نورې نیمګړې وې؛ نو، ځکه مو دا کار وکړ. دا له حکومت سره د دښمنۍ معنا نلري. دا مو مسوولیت دی او قانون دا صلاحیت راکړی دی. د بودجې لګول د خلکو پر وضعیت اغېز لري او باید له پاملرنې ونه غورزول شي.         

د ټولګټو وزیر یما یاری وایي، د پراختیایي بودجې د لګولو لپاره عملي ګامونه پورته شوي او تېر کال د بودجې لګښت دوه شپیته سلنې ته رسیدلی دی.

ولسي جرګې د وزیر برخلیک معلومولو لپاره د رایو صندوق کیښود؛ سل وکیلانو رایې وکارولې او یما یاري وکړای شول له دې رایو شپېتنه خپلې کړي، چې په کې پېنځه رایې باطلې او یوه سپینه وه او نوموړی پخپل مقام پاتې شو.

خبریال: رفیع صدیقي

Trending

Exit mobile version