تازه خبرونه

د هلمند پر پوځي اډې برید د کمزورو استخباراتو پایله ده- پخواني پوځیان

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د افغانستان یو شمېر پخواني پوځیان وایي، چې د هلمند پر سترې پوځي اډې وسلوال ډله ییز برید د کمزوري کشف او استخباراتو پایله ده.

په وروستو کې طالبانو پر پوځي مرکزونو او اډو پېچلي او خونړي بریدونه تر سره کړي؛ ښکاره بېلګه یې څـو ورځې مخکې په هلمند کې پر ۲۱۵ میوند قول اردو برید دی، چې ډېر مالي او ځاني زیانونه یې  واړول.

 پخوانی پوځي محمداګل مجاهد وایي، چې طالبان ډېر ښه پلان جوړوي او ځانګړې موخې لري او پر خپلو بریدونو بشپړ کار کوي؛ خو د افغانستان حکومت او رهبري د دغو بریدونو د مخنیوي وړتیا نلري.

دا، چې دا  ډول بریدونه ولې بیا بیا تکراریږي؛ په اړه یې پخوانی پوځي عتیق الله امرخېل وایي: دا پوره ښکاره ده، چې پوځي او سیاسي ارزښت لرونکي مرکزونه د دښمن موخه ده او هغو هڅه کوي، چې له بېلابېلو خواوو پر دغو مرکزونو بریدونه وکړي.

د ملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد وایي، د هلمند برید له دېورند کرښې په هغه بله غاړه کې پلان شوی و، چې د ۲۱۵ میوند قول اردو یوې څنډې ته ورننوتل.

د سولې خبرو په پنځ( اوج ) کې افغان ځواکونو او طالبانو پر یو او بل بریدونه پراخ کړي، چې د پخوانیو پوځیانو په وینا، هر لوری یې د خبرو په میز کې د زیات امتیاز اخیستو لپاره تر سره کوي.

خبریال: سمیع جهش

Trending

Exit mobile version