تازه خبرونه
د هلمند ولایت په لوبغالي کې چاودنو ۳۳ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې
د کروندګرو د عنغنوي جشن د نمانځغونډې په دغو چاودنو کې د هلمند والي تورنجنرال محمد ياسين خان ته هيڅ ځاني زيان ندی رسیدلی؛ خو په مالي او اداري چارو کې مرستيال والي مجاهدالله صفاري، د ولايتي شورا مرستيال عبادالله عليزی، د اطلاعات او کلتور ریيس حميدالله وياړ، د کرنې ریيس زلمی الکو او د هغه مرستيال رفيع الله قلم ژوبل شوي، چې دا مهال يې روغتيايي وضعيت د ډاډ وړ دی.
د پيښې نور نېږدې ټول ټپيان بزګران او کروند ګر دي.
طالبانو په یوه خبرپاڼه کې د هلمند ولایت د لښکرګاه په ستدیوم کې د بزګر د ورځې پر نمانځغونډه د چاودنو او بریدونو مسوولیت ومانه.