تازه خبرونه
د هلمند د برښنا په پروژه کې ۴۵ میلیون دالر فساد شوی
مدني مخکښ عبدالخالق ځواکمن وایي، چې دغه مزي د اوسنۍ برښنا د لیږد وړتیا نلري.
دوی ګواښ کوي؛ که په روانه یوه میاشت کې د تړون له مخې مزي تېر نشي؛ ستنې به ړنګې او مزي به وشلول شي.
مدني مخکښ عبدالولي پتیال وایي؛ په دې پروژه کې داسي مزي کارول شوي، چې د برښنا د لیږد وړتیا نلري.
د هلمند والي محمد ياسين خان د مدني فعالانو اعتراض مني او وايي، چې په یاده پروژه کې د تړون له مخې کارندی شوی؛ نو، ځکه یې د پروژې د پرانيستلو مخالفت کړی دی.
د هلمند والي هم وايي، چي د بې کيفيته کار له کبله يې اوس پر دغو ستنو او مزيو د برښنا د لیږد پروژه درولې او دمګړۍ پر پخوانیو مزو هلمند او کندهارته برښنا لیږدول شوې ده.
په دې ولايت کي د برښنا شرکت مسوولين هم مني، چې یاد مزي د برښنا د لیږد وړتیا نلري او دوى به ترهغه وخته په پخواني مزو کي برښنا لیږدوي، چې دغه پروژه سمه تر سره شي.
د یادونې ده، چې په دې اړه د پروژې پلي کوونکي شرکت تر دې دمه پدې اړه څه ندي ویلي.
خبریال: بريالي رحيمي