تازه خبرونه

د مقننه قوې د کار نه پیل، د حکومت مشروعیت زیانمن کړی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ولسي جرګې پخواني او اوسني غړي وايي، چې د ملي شورا د کار نه پیل د حکومت مشروعیت ته زیان اړولی او د جګړې او سولې په اړه د حکومت له چال چلند څخه هیڅوک څارنه نکوي.

نه یوازې د هېواد مقننه قوه له یوې میاشتې راپدیخوا ګوزڼ وهلې پرته ده، بلکې  د ولسي جرګې د نیمګړیو تر سره شویو ټاکنو وروستۍ پایلې ندي څرګندې او پخواني غړي یې هم له وکالته بې برخې بلل شوي.

حقوقپوهان وايي، چې د مقننې قوې له کاره لویدو د حکومت مشروعیت تر پوښتنې لاندې راوستی دی.

د هېواد حقوقپوه سبحان مصباح وایي: قانون جوړول، قانون تعدیلول، د بودجې تصویب،  نړیوال تړونونه او دې ته ورته نورې ټولې چارې ځنډیدلي او له کاره لویدلي، چې دا هر څه د سیاسي ادارې نشتوالی رامنځته کړی دی.   

د افغانستان د اساسي قانون نوییمې مادې ملي شوری ته د قوانينو او تقنيني فرمانونو د تصويب، تعديل يا لغو كولو، د ټولنيزو، فرهنګي، اقتصادي او تكنالوژيكي پرمختيايي پروګرامونو د تصويب، د دولتي بودجې تصويب او د پور اخيستو يا وركولو اجازه، د اداري واحدونو رامنځته کول، تعديل او يا لغو كول او د دولتونو ترمنځ د تړونونو او بين المللي ميثاقونو تصديق او يا له هغو څخه د افغانستان د بېلولو واك ورکړی دی.

د ولسي جرګې ځينې پخواني غړي وايي، چې د مقننې قوې د دروازو له تړل کیدو سره سره له یوې خوا د قوانینو او فرمانونو تصویب او تائيد ځنډیدلی او له بلې خوا د جګړې او سولې په اړه د حکومت پر چلند هیڅوک څارنه نکوي.

د ولسي جرګې پخوانی غړی اقبال ساپی وایي، چې  حکومت له پارلمان پرته هیڅ دی؛ ډېر قوانین شته، چې باید تصویب شوي وای او خلک په تمه دي، چې دغه قانوني تشه نوره  ډکه شي.

د لوړو زدکړو، د وګړیو د احوال ثبت او د افسرانو د ذاتي قوانینو چارې نیمګړې پاتې دي او د حکومت ډېر وزارتونه د سرپرستانو لخوا اداره کیږي.

د ولسي جرګې پخوانی غړی صالح محمد صالح وایي، چې  ژر تر ژره باید په ټاکنیزو کمیسیونونو کې تر سره شوی فساد پاک او پارلمان دې پرانستل شي.

تېره میاشت ولسمشر څرګنده کړې وه، چې ملي شورا به  نویو بریاليو غړیو ته پرانیستل شي؛ خو اوس هم معلومه نده، چې د ولسي جرګې د تېرو نیمګړیو ټاکنو وروستۍ پایلې به څه وخت اعلانیږي.

 

Trending

Exit mobile version