تازه خبرونه
د لومړنیو خوراکي توکو د بیو له لوړیدو خلک اندېښمن شوي
د کابل ښار او سیدونکي وايي، چې د روژې له پیل سره د لومړنیو توکو په بیوکې د پام وړ ډېروالی راغلی، چي خلک يي له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
د کابل ښار اوسیدونکی حسین علي وایي؛ مونږ په یوه داسې ښار کې ژوند کوو، چې سوداګرو یې سوداګریزه خپلسري پیل کړې، بیې لوړې شوي او خلک يې د پېرېدلو وس نلري.
د کابل ښار یو شمېر پلورونکي وايي؛ بیې د دالرو له بیو سره تړلي؛ نو، ځکه د لومړنیو توکو بیې تر یوه بریده لوړشوي.
دوی له حکومت څخه د بازار د څارنې غوښتنه کوي.
د کابل ښار پلورونکی احمد الله وایي: بیې، چې کومه اندازه لوړ شوي؛ لامل یې د دالرو لوړیدل دي. د رو ژې لپاره هومره ندي لوړ شوي، څومره، چې خلک وايي.
د سوداګرۍ خونې مسوولین وايي، که حکومت له بازاره څارنه وکړي؛ د لومړنیو توکو بیې به دومره لوړې نشي.
دوی ټولو سوداګرو ته خبرداری ورکوي، چي که بیې له نړیوال بازار سره تنظیم نکړي؛ نو دوی به د پوره څارنې لپاره له صنعت او سودا ګرۍ وزارت سره د څارني ګډه جرګه ګۍ جوړه کړي.
د سوداګرۍ خونې مرستیال یو نس مومند وایي: حکومت باید د ځینو قوانینو د عملي کولو لپاره هڅه وکړي؛ ځکه، چې له دې سره به خپلسري لږ شي. لکه د مستحلکینو د حقونو د خوندیوالي قانون.
سوداګر وايي، چې د دالر د لو ړیدو ترڅنګ د خپليسرو اخاذیو ډېروالي هم پر بیو منفي اغېز کړي. دا، چې د بازار د څارنې لپاره د صنایعو او سوداګرۍ وزارت کوم تدابیر نیولي تر دې دمه یې په دې اړه څه ندي ویلي.
خبریال: اسلم حجاب.