تازه خبرونه
د ټولو مشروع لارو په کارولو به د رایو د بیاشمېرنې مخه نیسو- عبدالله عبدالله
هغه د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دولت جوړوونکې ډلې پر ملاتړ تورنوي او له کمیسیون څخه یې وغوښتل، چې له بیا شمېرنې مخکې باید د درې سوه زره اختلافي رایو په اړه د ثبات او همپالنې له ډلې سره هوکړې ته ورسیږي.
داسې ښکاري، چې د شکمنو محلونو د رایو د بیا شمېرنې په اړه د ټاکنو خپلواک کمیسیون او ټاکنیزو ډلو د تخنیکي استازیو خبرې بې پایلې شوې دي.
د ثبات او همپالنې ډلې مشر عبدالله عبدلله خبرداری ورکړ، چې د رایو د بیا شمېرنې پرېکړه د ده په وینا بحران ته لاره اواروي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون تېره ورځ ۱۳۷ زره بې بایو متریک رایې او له ۱۰۲ زره ډېرې له وخت مخکې رایې د منلو وړ کړي دي.
عبدالله عبدالله په کندوز کې د خپل یو څارونکي د وژل کیدو په اړه ګواښ کړی او وایي، چې: شرم دې هغه ولسمشر ته، چې یو ځل د درغليو له مخې پر ګدۍ کښیناست او نن د همغه واک تر چتر لاندې ځان اعلی سر قومندان بولي؛ خو یو څارونکی د حق او د غیر قانوني کړنو د مخنیوی لپاره په کې وژل کیږي.
دغه راز د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو شورا او د (امنیت او عدالت ټاکنیزې ډلې) هم د رایو د بیا شمېیرنې بهیر تحریم کړی او دا چاره یې تلقبي رایو ته د قانوني بڼې ورکولو هڅه بللې ده.
د امنیت او عدالت ډلې ویاند عارف کیاني ویلي، چې د رایو بیا شمېرنه د جعلي رایو قانوني کول دي.
د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ مسوول نعیم اصغري ویلي، چې که د ټاکنو خپلواک کمیسیون پروګرام ټاکنیزو شریکانو ته له قناعت پرته روان وساتل شي؛ له ټاکنیز بحران سره به مخ شو.
د پخواني ولسمشر حامد کرزي دفتر هم په ډاګه کړې، چې په کندوز او یو شمېر نورو ولایتونو کې د رایو د بیا شمېرنې پر وړاندې پر خلکو او لاریونوالو ډزې او مرګ و ژبله اړول د اندېښې وړ دي؛ ځکه د سیاسي او شخصي موخو لپاره امنیتي ځواکونه کارول ولس ته د منلو ندي.
د رایو بیا شمېرنه که څه د کمیسیون لخوا پیل اعلان شوې؛ خو په ځينو ولایتونو کې اوس هم د ځينو ټاکنیزو ډلو د پلویانو لخوا له مخالفتونو سره مل ده.