تازه خبرونه

د ځمکې په ځینو برخو کې کسوف( د لمر توروالی) ولیدل شو

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د پنجشنبې پر ورځ ( د مرغومي ۵/ د دسمبر ۲۶) د ځمکې په یو شمېر سیمو کې د لمر د یوې برخې توریدل ولیدل شول.

څېړنیزو مرکزونو مخکې تر مخکې د کسوف یا لمر نیولو وړاندویېنه کړې وه.

د افغانستان نجومي علومو د څېړلو انستیتوت وړاندویینه کړې وه، چې د لمرنیونې وخت به ۳ دقیقې او ۴۰ ثانیې وي.

وړندیینې په ډاګه کړې، چې دغه لمر توروالی یا کسوف به د عربستان له ختیځ لوري پیلیږي او د قطر،امارات او عمان هېوادونو څخه پر تېریدو د هند اقیانوس ته رسیږي.

د راپورونو له مخې؛ د دغې نجومي پېښې توروالي د آسیا سویل ختیځ هېوادونو په ګډون د افغانستان په سلو کې ۴۵ برخې نن سهار تر خپل پوښښ لاندې راوستلې.

لمر توروالی یا کسوف یوه طبیعي پېښه ده او په ځمکه کې هغه وخت رامنځته کیږي، چې سپوږمۍ د لمر او ځمکې تر منځ په خپل مدار کې حرکت کوي او د سپوږمۍ د یوې برخې سیوری پر ځمکه لویږي. په دې توګه د ځمکې په ځینو برخو کې سپوږمۍ  د لمر یوه برخه یا ټول د ځمکې له لیدونکیو پټوي.

Trending

Exit mobile version