تازه خبرونه
د ککړې هوا له کبله د کابل په روغتونونو کې ۸۸۰۰ ناروغان بستر شوي
پلازمېنه کابل، چې د نړۍ له ککړو ښارونو څخه یو ښار دی؛ شاوخوا اووه میلیون وګړي په کې اوسیږي.
د دوشنبې پر ورځ( د مرغومي ۹) د عامې روغتیا وزارت په ډاګه کړې، چې د یوې اوونۍ په بهیر کې د کابل د ککړې هوا له کبله اته زره اته سوه تنفسي ناروغان روغتونونو ته وررغلي، چې په همدې موده کې ترې ۱۷مړه شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت د کابل د روغتونونو ريیس نظام الدین جلیل وايي، چې د ککړې هوا له کبله په تېره یوه اوونۍ کې اته زره کسان پر تنفسي او سرطاني ناروغیو اخته او بستر شوي دي.
کابل ښاریان دغه وضعیت سخت اندېښمن کړي وایي، چې اړوند ادارې د چاپېریال په ساتنه کې پاتې راغلي دي او تش شعارونه ورکوي.
د دوی د څرګندونو له مخې؛ د ګلبهار سنتر او آریا ښارګوتي مرکز ګرمۍ یې تړلي او یوولس حمامونه یې هم مهر و لاک کړي دي.
د ژمي له رارسیدو سره د کابل هوا په بیساري توګه ککړه شوې ده. دا، چې په ښار کې دوامداره برېښنا نشته؛ خلک د خپلو کورونو د تودولو لپاره لرګي، پلاستیکي توکي او د ډبرو سکاره سوځوي، چې هوا ور سره ډېره ککړیږي.